Friday, June 8, 2018

11 کلن پروفيسر حماد صافي

۱۱کلن "پروفیسر"حماد صافي، چې لویې لویې خلک یې ځانته حیران کړي
دا د لوړ همت څښتن اؤ ځانته لویې لویې خلک حیرانوونکی یوولس کلن پښتون ماشوم حماد صافی دی چې اوس دپوهنتون په کچه زده کوونکو ته لیکچرونه ورکوي .
دپېښور پوهنتون محصلین د حماد صافي په سپوکن انګلش کې ویناګانې یا لیکچرونه ډیر په مینه اوري اؤ وایي دهغه و دپوهې نه د ډکو اؤ پخو خبرو څخه زده کړه اؤ همت ترلاسه کوي.
نړیواله خبري شبکه ای ایف پي دحماد صافي په اړوند خپل یو ځانګړي راپور کې وایي هغه په یوټیوب دامریکا دپخواني صدر براک اوباما ویناګانې اوري اؤ ګوري اؤ دهغه د ویناګانو په اساس خپل لفظونه یا ټکي عیاروي.هغه چې کله وینا ته ودریږي ، وائرلیس مائیکروفون ولګوي نو په شونډو مسکا خوره کړي اؤ خپله وینا بیخي په داسې زړه ورتیا سره کوي لکه یو لویې پروفیسر ته چې دهغه زده کوونکي ناست وي.

دهغه ماشومه لهجه خو زړه ورې اؤ پخې خبرې په یوټیوب هم خلک ډیرې زیاتې خوښوي اؤ تر اوسه په لکونو خلکو په یوټیوب دهغه ویناګانې اوریدلي دي.

دا مهال په یوټیوب د هغه د چینل دسبسکرائب کوونکو یا خوښونکو شمیره شاوخوا یو نیم لک ته رسیدلې ده.
هغه چې کله وایي “هره دقیقه یوه ننګونه(چیلنج)دی اؤ هره ماتې د راتلونکي بریالیتوب پوړۍ” نو مخې نه دناستو اوریدونکو په مینځ کې یې یوه ژوره خاموشي خوره وي اؤ ټولې سترګې د حمادصافي په ماشومه څهره کې دپروت اعتماد لیدنې ته ځیر وي.
دحماد صافي عمر کې یو په دوه مشر د پولیټکل سائنس محصل بلال خان وایي په هغه دحماد ویناګانو ډیر اغیر کړی دی.

هغه وایي “یو وخت داسې هم راغلی ؤ چې ما د ناکامیو اؤ کار نه موندنې له امله دځان وژنې سوچونه پیل کړي وؤ خو بیا مې حماد صافي ولیدو، دده دهمت اؤ ولوله مې ولیدله نو،ځان سره مې وپئیله چې د۱۱ؤ کالو یو ماشوم هرڅه کولی شي نو زه یې ولې نه شم کولی ؟”
دحماد صافي په ویناګانو انلاین تبصرې هم کیږي اؤ په دغو تبصرو کې د حماد صافي ستائنې په زرینو کیږي کیږي.
دانګریزۍ پخوانی استاد سمیع الله وایي خلک حماد صافي خوښوي ، ځکه چې دا یوازې خبرې نه کوي بلکې دپاکستان په اړوند یو زړه پورې تاثر هم راولاړوي.

دپوهنتون مشران هغه ته ماشوم پروفیسر وایي اؤ وایي چې دا ماشوم به یوه ورځ یوه لویه کارنامه کوي.

No comments:

Post a Comment

ده ژوندون ستړې ستومانه ورزې په پښتون خواه وطن

ژونــد او ســتړې ســــتومانې ورزې په پښتونخواه وطن خاوره ده غیره خلق ظلم او جبرانه تشدود په کور کلی کې دمذهب تګ لارې شریعت او ده قانون سازي ...