Tuesday, February 12, 2019

ده ژوندون ستړې ستومانه ورزې په پښتون خواه وطن

ژونــد او ســتړې ســــتومانې ورزې په پښتونخواه وطن خاوره ده غیره خلق ظلم او جبرانه تشدود په کور کلی کې دمذهب تګ لارې شریعت او ده قانون سازي په نامه وژل کېژي بازې خلق ده ملا صېب وایي چی جهاد ده شریعت لاره اومني ته مسلمان شه زه مـسلمان هم یــــــــم بـس که زه دا ووایـــم چی پښتون یم بیا قافـر شم بیا راتـه وایئ ټوپک واخـله او زه وایــــم قلـم راتــه وایئ چی قافر یې ډز ډز مړشـــــــــم زه مــلا ته وایــــم چی حق دار یم ده خپل وطن دئ وایی نه مسلمان شـــــه بیـــا زمــا امن خـراب شی بیــا هم زه دشــتګرد یم په بازار کې پولیس مې وژنې لیویز مې وژنې وکیل مې وژنې عدلیه او انتظامیه مې هم ته خرابــه کړې که زه رشتیا وایم ستا نوم اخلم فوځی اداره ټی ټی پی اداره جی ټی پی اداره امن کمېټی له جی ایچ کیو له دروازې نه دې بیا مړشم بیا مړشم تعلیمی اداره مې خرابه وې ټول راته یاد دی جمهوریت نامه په امریت بدله وې بیا مې وژنې که زه دا وایــم چی حق غواړم ته وایې چی ډالـــر خورې ده ډالرو بکســې تا جوړې کړې ویــــی که لر دې که بر (لر او بر) زه وایم یو دی کابل خوس کندهار کوټه پېــشور پشتانه به یو کېګی بیا به ټول پښتون په امن کېګی پي ټی ایم سره یو سـئ ملګرتیا یې وکړئ لروبر یو افغان نعره جاری واستئ منظور پشتین وایې چی ده انـګـرېز قانــون جـــوړ کړي وو چی ډِویډ اینډ رول تقسیم به یې کوله یی مونګ ټول پشتانه انګرېز جلا کړي یو په ډيورن کرخه نن ده پاکستان ادارې غواړی چی بې اتفاق شی او وطن یې جوړ نه سی نو به اسیا به راج وچــله وی او پنجاب لوبه به ختـــمه کړی او تېر ظلم لوی کور افغانســـتان حق به وغواړی لهذا مهربانی وکړی ده پي ټی ایم ملګرتیا اوکړی زمونګ ســـتړیا به ختمه شی که مونګ چېرې ده یو بل خلاف وجنګه وله شو بیا به ټول عمر ده بل غلامی کوو ــــDevron کرخې دیخواه به دپنجاب باچائی وی او هغه خواته به دانګرېر او ده ملا له لاســــه وژل کېژو غټه خبــــــــره داده چی یو اتـــــــــفاق شو ملا دې هم خپل وطن بچیانو سره نور وورور ولی اوکړی او خپل وطن دښمن اوپېژنی خپله پاکه خاوره دې وژغــــوری ده پی ټی ایم مرسته دې اوکړی که مرسته کولئ نه شی خلافت دې نه کوی دجنګ کېرئر ډېر خراب شوی ده نورو دلاسه لاندې جنــــــــګ جهاد ده بل په لاس کې ده مونګ جنګه وی خدایه پښـــــــــــــتنه جغرافیه په امن کړې نورې ســــــتړې ستــــومانه ورزې ختمې کړې( آمین ) ترخه لیــــــکنه وینا عبدالرحمٰن خان

Tuesday, January 1, 2019

آج سے کل تک پیسے کا غلامان دنیا میں بہت ذیادہ حلات کو سنگین کرنے میں لگے ہںوئے تھے لکین  کچھ تاریخ کے ریکارڈ میں بھی انا شروع ہںوئے وہ وقت کے انسان کی خون کو خریدار بھی تھے اور بہت سے پروخت میں اول پوزیشن میں آئے ایک ایسا امتحان  کامیابی کے طرف دوڑنے میں تھے جو دنیا میں ایک مجاہد کے تحت تمامی دنیا نظر میں عالمی مسلمان بھی تھے ہم تو بلکل اس کے نظر میں فیل تھے بس وقت ساتھ ساتھ ٹایم گزرتا جارہا تھا اور ہمارے خون سے ہر دیوار ہر سڑک ہر عبادت گاہ رنگین تھے وہ بھی سرخ کلر میں تھے  جیسا وہ کیا کہتے ہے بول گیا ہا یاد آیا سرخ خون کی طرح مجھے افسوس والے بھی نہیں تھے صرف فتوا ولے کچھ لوگ تھے اس نے تو بلکل میرا ساتھ نہیں دیا بس فتوا کو زور دیا اور وہ بلکل یاد نہیں تھا اس کا یاداش توڑا کمزور اور پلائنینگ کے طرح تھے میں نے توڑا یاد کیا اور یہ بتایا کہ یاد کرو ٹیک سے جب تم اپنا مکان کے دیوار  بنانے میں مصروف تھے اور تمہارے کام میں مداخلت شروع ہںونے لگے کسی نے روڈ پر آدمی کو کڑا کئے اور اس کے منہ پر برھیک کپڑا رکھ دیا اور اس کو کہا تھا تمہارا داڑھی سنت پر برار نہیں ہے اور کام میں رکاوٹ پیدا ہںوئے تھے  اور اچانک ایک آدمی بھی نظر آئے اور آپ کو کہا مجھے بچاو مجھے بچاو اپنے اس کو بچانے کیلئے سارے چار دیواری گرائے دیں اور تم کو مکمل خریدنے میں تھے پھیر دوسرے طرف تمہارے روف میں کچھ اور بھی پیدا ہںوئے اس نے ایک الگ خون کے خریداری میں مصروف تھے وہ تو ملکل عجیب تھے
اور ہر جگہ جگہ دعوت میں تھے وہ کہا سے آئے ہم بھی حیران ہںوئے وقت سے وہ ظاہیر ہںوئے اشارہ اپنو میں سے تھے
   ہم کون ہے ہم کہا سے آئے بس دوستوں کیا بتاؤ میں ایک لاچار پشتون ہںوں جو اپنا سوچ آپ سے شیر کیا اور دوسرے سے لوگوں سے آپ  خود شیر کرو ہاں ایک بات یاد رکھو آپنا گھر کی دیواریں ہم نے خود بنانا ہیں جس کے ہاتھ سے گھر کابو میں نہیں تھا وہ تو؛ ابھی اور گرارہیے اور ہم نے اتفاق سے بنانا ہے
(وہ اس نعرے کے ساتھ لروبر یو آفغان ) آج کے غلام کو. کل تک فتواہ سے روکانا لازمی ہیں

Sunday, December 2, 2018

خان عبدالصمد خان اڅکزئ د۲۰ مې پېړۍ

خان عبدالصمد خان اڅکزے  د ۲۰ مې پېړۍ يو ريښتونې شهيد ملي مبارز
(۱۹۰۷-۱۹۷۳)
اکبرهوتي
هند ته د پېرنګي د راتګ نه پس چې کله پېرنګے د افغان وطن په په قبضه کولو او تقسيمولو پسې راواخسته نو د افغان ميړني اولس د دې استعماريت ډېر په مړانه مقابله کړې وه۔ د افغانستان او پېرنګي د پرله پسې د جنګونو او د افغانانو ترمينځه د دغه شخړو نه دا جوت ده چې پښتانۀ افغانان د خاورې دفاع کښې ناکامه نۀ وو خو بيرته بيا پېرنګيانو په خپله چالاکۍ د افغان ځينې خاوره په خپله ولقه کښې راوسته او هغه ئې په مختلفو انتظامي يونټونو کښې تقسيم کړه چې په اسانۍ سره په پښتنو خپل مټ مضبوط کړي خو د دې پېرنګي د زورور طاقت خلاف هم د دې مستعمره پښتون افغان وطن ننګيالو او سرخېلانو په بئيلا بئيلو طريقو د ازادۍ مبارزه کړې ده۔ د تحريک ازادۍ د دې مبارزينو فهرست ډېر اوږد دے ځکه چې معلوم او نامعلوم غازيان او شهيدان لري خو مونږ دا مبارزه په جغرافيائي توګه په دوو حصو کښې تقسيمولې شو، يوه حصه چې اوسنۍ خېبرپښتونخوا او ځينې قبائيلي سيمې، او دوېمه حصه د جنوبي پښتونخوا چې وروستو د بلوچستان صوبه شاملې کړې شوې د خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کښې د فخر افغان باچا خان او د هغه د ملګرو په مشرۍ کښې د پښتون ننګيالي، تحريک اصلاح الافاغنه او بيا د خدائي خدمتګار تحريک په رنګ يو بېن امللي د عدم تشدد په بنياد يو اصلاحي تحريک د پښتنو په تهذيبي بدلون کښي يو ډېر اهم او مهم کردار ادا کولو او د دغې تحريک د ټولو نه اهمه نکته تعليمي انقلاب وۀ۔ نو بل طرف ته په جنوبي پښتونخوا کښې د اڅکزي قبيلې د خان عبدالصمد خان اڅکزي په شکل کښې يو ديارلس کلن ماشوم مخې ته راغلو چې د پېرنګي خلاف او د خلافت تحريک په حق کښې د يو احتجاج قيادت کولو او دغه ځاے نه د دې لوړ شخصيت د ملي مبارزې تابيا وشوه
خان عبدالصمد خان اڅکزے چې په ۷م جولائي ۱۹۰۷ کښې د نورمحمد خان اڅکزي په کور کښې په عنايت الله کاريز ګلستان کښې زېږېدلے دے د دوې ټبر په تاريخي توګه د پښتون افغان د ملي دفاع او د وطن په ساتلو کښې يو ځلنده تاريخ هم لري۔ خان بابا تر اتمه په باقاعده ډول رسمي زده کړه وکړه نو د هغې نه پس ئې د خپلې سيمې د علماؤ نه د هغه وخت د رواج مطابق ځينې علوم حاصل کړو۔ د ۲۲ کالو ځلمے وۀ چې پېرنګيانو په قېد کښې بند کړو نو خان بابا په دغه څوارلس کلن قېد کښې فاضل پښتو، فارسي لسم او دولسم امتحانونه پاس کړۀ، د دې نه علاوه پښتو، دري، عربي او په اردو ژبه ئې ښۀ دسترس لرلو، هسې خو خان بابا يو ډېر ښۀ سياسي سوچ لرلو خو چې کله په ۱۹۳۰ کښې هند ته لاړو او هلته ئې په لاهور کښې په يو کانګرس کښې ګډون وکړو نو د ازادۍ په حقله ئې  فکر نور هم توان شۀ او چې بيرته راستون شۀ نو په ۱۹۳۲ کښې ئې د انجمن وطن بنياد کېښودۀ، او د دغې سياسي رسمي تنظيم نه س د خان بابا د باچا خان سره ليدلو کتلو نه علاوه د کانګرس د مشرانو او د خدائي خدمتګارو سره يو رسمي سياسي تعلق هم جوړ شۀ، د کانګرس او د خدائي خدمتګارو په رنګ به پېرنګيانو په خان بابا هم پېرې لګولې  خو د هغوي په استقامت کښې هيڅ څۀ فرق نۀ راتللو، خان بابا په ۱۹۳۶ کښې  په خپل خرڅ يوه چاپ خانه هم ولګوله ځکه چې هغوي غوښتل چې پښتون قام تر څو خپل نشرو اشاعت شعبه نۀ لري نو د ازادۍ د تحريک فائدو نه نۀ شي خبرېدې۔ په جنوري ۱۹۳۸ کښې د اردو او پښتو مشترکه اخبار استقلال خپور کړو او دغسې خان بابا د يو صحافي په حېث هم خپلې دوام داره مبارزه نوره هم زياته کړه، دغه اخبار وروستو د هند د تقسيم نه پس د پاکستان رياست بند کړو او خان بابا ئې جېل ته ولېږلو، په ۱۹۳۹ کښې خان بابا د پېرنګي سرکار له خوا د ماشل لاء د قانون تر مخه ۱۴ مخه قېد شۀ ،
د هند د تقسيم نه پس خان بابا د پښتون وحدت يعني د پښتونستان د جوړولو سياسي پرامن مبارزه کوله خو لکه د پېرنګي سرکار د پاکستان رياست ته هم د دوي دغه مبارزه منظوره نۀ وه او خان بابا ئې پرله پسې په قېد کښې ساتلو په دې دوران کښې دوي نۀ يواځې چې خپل سياست کولو بلکې د پښتو ژبې خدمت او ادب ته ئې هم ملا تړلې وه،  د دوې سياسي تنظيم د انجمن وطن ورو پښتون نه تر نېشنل عوامي پارټۍ او بيا تر پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ پورې رارسي، او اخر په ۷م دسمبر ۱۹۷۳ کښې خان بابا د رياستي جبر ښکارشۀ او په خپل کور کوئټه کښې د بم په چاودنه شهيد کړې شۀ، د خان بابا شهادت د پښتون قام د قامي سياست يو لوے زيان او تاوان وۀ، خان شهيد يو ريښتنې ملي مبارز وۀ هغوي يو داسې سياسي مبارز وۀ چې د سياست سره سره ئې د ادب او صحافت په مېدان کښې هم د پښتنو روزنه او پالنه کوله، د خان شهيد په ادبي کار او زيار کښې ۱۔ صمد الغات، چې د پښتو قاموس دے او په ۱۹۵۳ کښې په جېل کښې ليکلې شوے دے، ۲۔ زما ژوند او ژوندون چې د خان شهيد د ژوند او مبارزې په حقله د هغوي ليکلې کتاب دے چې په ۸۹۰ مخونو مشتمل دے۔ ۳۔ پښتو ژبه او ليکدود چې د ژبې په حقله يو کتابچه ده او په ۱۹۵۶ کښې چاپ دے، دې نه علاوه خان بابا ځينې ژباړې هم کړي دي چې پکښې ۱۔ ګلستان د شېخ سعدي د کتاب ترجمه په ۱۹۵۰ کښې د هري پور په جېل کښې ژباړه شوے دے ۲۔ ترجمان القرآن چې د د مولانا ابولکلام آزاد د ترجمان القرآن ترجمه ده په ۱۹۴۸ کښې د مچ په جېل کښې ليکلې شوے دے ۳۔ کيميائي سعادت، د امام غزالي د کيميائي سعادت د پښتو ترجمه، ۴۔ سيرت النبي د شبلي نعماني د د سيرت النبي د ړومبي باب ترجمه، ۵۔ د چارلس مارټر د Future of Freedom  د اردو او پښتو ترجمه۔۔۔ د وو د خان شهيد بابا ادبي کار او زيار
مونږ کۀ د خان شهيد په مبارزه نظر اچوو نو کۀ په شمالي پښتونخوا کښې باچا خان د پښتنو په اصلاحي او تهذيبي بدلون کښې په خپل ځان شپه او ورځ يو کړي وو او په زرګونو په قام او وطن مئين خدائي خدمتګاران ئې پېدا کړي وو نو بل خوا په جنوبي پښتونخوا کښې خان بابا په پښتنو کښې د ازادۍ د شعور د بېدارلو دپاره سياسي فکر خوروو۔ په باچا خان او خان بابا کښې قدر مشترک دا وۀ چې دواړو ملي رهبرانو په يو وخت د پېرنګي استعماريت په ضد د عدم تشدد په بنياد يو پرامن تحريک چلوو، دواړو مشرانو د پېرنګي او بيا د پنجابي په زندان کښې د ۳۰ کلونو نه زيات قېد خوړلے دے۔ د دواړو رهبرانو د سياست طرز د عدم تشدد لار وه، دواړو د په قامي سياست کښې د هيڅ قسمه رياکارۍ او نمود او نمائش نه کار نۀ دې اخستې خو د قام د بېدارۍ او ازادۍ له پاره ئې جېلونه خوړلي دي، د خان شهيد ځوے او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چئېرمين محمود خان اڅکزي په خپله يوه مرکه کښې وئيلي دي چې هغوي خپل پلار په ژوند کښې صرف درې وارې ليدلې وۀ، ځکه چې خان شهيد ژوند زياته برخه په قېد کښې تېره کړې وه او بيا په هغه سخت قېد کښې د علم او ادب دپاره کار کول ځان له يو سخت او مشکل کار وۀ خو خان شهيد دغه سخت کار ته هم ملا تړلې وه۔ خان شهيد يو هر اړخيز شخصيت وۀ، د سياست ادب او صحافت په لار هغوي د پښتنو په قامي او ملي پوهنه کښې کرادار ادا کړے دے او اوسني او راروان نسل ته ئې د زده کړے او تربيت له پاره ډېر څۀ پرېښې دي بائد چې د اوس وخت د سياست ادب او صحافت زده کونکي د خان شهيد د افکارو او تعليماتو نه ګټه وچته کړي دا ګټۀ به د قام او وطن د ترقۍ له پاره ډېر کار وکړې شي
#copy
بخشنه غواړم دا خط ما کاپی کړئ دې لیکوال نه یوجهان مننه کووم چي داسې لیک یې کړئ صرف تا سو پورې دا پېغام زه عبدالرحمٰن خان

Friday, November 23, 2018

دہ پشتون بدلون لارہ

ډیوائیډ اینډ رول (Divide And Roll )
انګرېز ده پښتون دتقسیم کولو پاملرنه کوي خو پښتون قام نه پوهېګي چي انګرېز زما تقسیم کولو پلا ئنینګ او کوششونه کوي بازي ده مذهبي په توګه ډېر داسی نوور پلائنینګ هم شته هغئ مونګ کمزوري کړي انګریز دا غواړي چي مونګ ده مزهبی قوتو ښکار سوو او ده حکومت دبیلابیلو فوځ او خفیه ادارو مونګ خلاف وجنګه وي خو بازې پلائنینګ قومپرستئ په حواله چي زمونګ په اتفاقي کې هم انګریز خپله حصه لري
خو مونګ نه پوهيګو  طالبان او فوځی ادارې سره ده جنګ په تړاؤ دره وي ده امن خوښتلو ته مونګ هیسکله هم خلاس نه سوو چي سو پورې غټ قوتونه له مونګ سره له زړه سوله ونه کړي بیا به پښتون قام له غفلت نه خلاص وي پښتون قام انګرېز ده ظلم او جبر په په پړي تړلئ منظور پشتین  په یو مټینګ کې دا خبره وکړه ډیوائیډ او رول دپشتون دتقسیم صرف او صرف انګرېز کوشش کوي ده ډالر په مرسته ده اسلام دوشمن خپل کوشش کوي چي به هره لاره هغزي جښته ولو کي ناکام راسی انګرېز په هره لاره اسلام دوسته خلګو ته هغزی یشي دی که فوځ په خلاف شې که ده طالب په خلاف که پشتون سره یو هم شې دا دې انګریز قانون وایی
( Divide & Roll)
که ته لروبر افغان نعره وکړې بیا به پښتون قام دا نه کوی چي یو بل ته په دوکه وي پښتون قام به خپله زان له دې جنګه خلاصه وي، له زړه اتفاق کوي ده انګرېز  مداخلت به نه وي پکې بیا به یو لوي افغانستان جوړېګي  فوځ به ده خپل ملک پاکستان دفاع کوي او مونګ به لوي افغانستان دفاع کوو طالبان به مدرسې او جماتونه آباد کړي خپله امانت خاوره به پاکستان په زور نه به رضا ورکوي بیا تقسیم ختمې ګی آخري وینا       (No Roll)
(No Divide)
پښتون قام دې همیشه خوشاله او آباد لري که سه غلطه خبره وي په کمینټ کي ځواب رکه ولئ شئ
( عبدالرحمٰن خان )

Monday, August 27, 2018

دوستی کا اشعار

دوستی پر اشعار

دوستی کا جذبہ ایک بہت پاک اور شفاف جذبہ ہے ۔ اس سے انسانوں کے درمیان ایک دوسرے کو جاننے ، سمجھنے اور ایک دوسرے کیلئے جینے کی راہیں ہموار ہوتی ہیں ۔ شاعروں نے اس اہم انسانی جذبے اور رشتے کو بہت پھیلاؤ کے ساتھ موضوع بنایا ہے ۔ دوستی پر کی جانے والی اس شاعری کے اور بھی کئی ڈائمینشن ہیں ۔ دوستی کب اور کن صورتوں میں دشمنی سے زیادہ خطرناک ثابت ہوتی ہے ؟ ہم سب اگرچہ اپنی عام زندگی میں ان حالتوں سے گزرتے ہیں لیکن شعوری طور پر نہ انہیں جان پاتے ہیں اور نہ سمجھ پاتے ہیں ۔ ہمارا یہ انتخاب پڑھئے اور ان انجانی صورتوں سے واقفیت حاصل کیجئے ۔

اشعار36 نظم1 تصویری شاعری7

آ گیا جوہرؔ عجب الٹا زمانہ کیا کہیں

دوست وہ کرتے ہیں باتیں جو عدو کرتے نہیں

لالا مادھو رام جوہر



موضوعات: دشمن

اور 2 مزید

اے دوست تجھ کو رحم نہ آئے تو کیا کروں

دشمن بھی میرے حال پہ اب آب دیدہ ہے
عبدالرحمِّن



موضوعات: دشمن

اور 2 مزید

عقل کہتی ہے دوبارہ آزمانا جہل ہے

دل یہ کہتا ہے فریب دوست کھاتے جائیے


Tuesday, June 26, 2018

زما ژوند او جدوجهد کتاب باچاخان ــاول نه پينځو برخو پورې

بسم الله الرحمن الرحیم ( وړومبې ټوک ) زه دَ هشنغر په اتمانزو نومې کلي کښې په کال ۱۸۹۰م کښې زیږیدلې یم په هغې وخت کښې دَ زیږون دَ نیټې دَ لیکلو رواج نه وو او نه څوک په لیک لوست پوهیدل نو زما دَ زیږون نیټه چا لیکلې نه وه خو دا چې زه وایم چې په ۱۸۹۰م کال کښې زیږیدلې یم ، دَ دې نه وایم چې خُداﺉ دې زما مور اوبخښي ماته يې وېیل چې " ستا دَ ورور ډاکټرخان واده وو نو ته دَ یوولسو کالو وې " او دَ ډاکټر صیب واده په دسمبر ۱۹۰۱م کال کښې شوې وو نو ځکه زه وایم چې زه په ۱۸۹۰م کال کښې زیږیدلې يم ، زه دَ مور او پلار کشر ځويې وُم دَ ټولو نه مشره زمونږ خور وه ورپسې ډاکټرخان صیب وو بیا مې بله خور وه ، بیا زه وُم دَ کشر اولاد سره قدرتي دَ مور او پلار مینه زیاته وي او ورته ډیر خوږ او نیازبین وي ، زه مور او پلار ته ډیر ګران وُم ، دَ خُداﺉ قدرت داسې وو چې دَ ټولو نه مخکښې زما مشره خور مړه شوه بیا ډاکټر خان صیب شهید شو ، بیا مې بله خور مړه شوه زه دَ ټولو نه و
روستو وُم او وروستو پاتې شوم


بسم الله الرحمن الرحیم ( ۲ ټوک ) دَ اتمانزو کلې دَ پیښور نه شل میله لرې نِیلاؤ ختیز ته دَ هشنغر په مینځ کښې دَ سوات او باجوړ دَ سین په غاړه نمرخاته ته پروت دی ، زما تعلق دَ محمدزﺉ قبیلې سره دی او هشنغر چې دَ آبازو نه راواخلې تر نوښار پورې دی په دې کښې محمدزي اباد دي دا ډیره ښکلې او خیرازه سِیمه ده او دا دَ پُښتنو دَ ورورولۍ په ویش کښې نورو وروڼو مونږ له په خپله خوښه راکړې وهٔ ، زما نیا یوسفزۍ وه دَ صوابۍ دَ مرغز کلي وه او نِیکه مې محمدزی وو چې دَ هشنغر دَ اتمانزو کلي وو نِیکه مې لوﺉ خان وو دا قدرتي خبره ده چې دَ محمدزو او یوسفزو شریک اؤلاد ډیر لایق او قابل وي جینکۍ يې دَ هلکانو نه زیاتې ذهینې وي زما درې نمسۍ ډاکټرانې دي نورې نمسۍ مې څوک ایم.ای څوک بي.ای دي او یوه لور مې ده هغه بي.ای.بي.ټي ده یو کشر زويې مې عبدالعلي خان چې(زه ورته لالي وایم) دَ آکسفورډ ایم.ای دی دوه مې نور ځامن دي مشر عبدالغني خان دی چې هغه مې دَ ترو ، کیمسټرﺉ دَ تعلیم دپاره امریکې ته لیږلې وو خو چې زه فرنګیانو په ۱۹۳۱م کال کښې جیل ته ولیږلم او زما جاېیداد يې هم ګډ وډ کړو نو هغه دَ پیسو دَ نشت له امله تعلیم پوره نه کړې شو او واپس راغې ، بل عبدالولي خان دی چې سينيېر کیمبرج يې پاس کړو ، دې ډیر ذهین لایق او قابل دی دې یورپ ته تعلیم له لا نهٔ ړو ولې چې زه بیا جیل خانې ته لاړم نو دې هم دَ تعلیم نه پاتې شو عجیبه خبره دا ده چې زه هم شاهي قیدي (State prisoner)وُم ډاکټرخان صیب او قاضي عطالله صیب هم وُو دَ هغوﺉ بچو له يې دَ تعلیم او دَ کور دَ خرڅ وظیفه ورکوله چې دا په شاهي قیدي احسان نه بلکې دَ هغه قانوني حق دی خو زما زامنو له يې نه ورکولو زما یو ځويې یوسفزۍ ښځه کړې ده بل مومنده کړې ده او دریم پارسڼه کړې ده زما لور په کشمیري (یحیی جان خان) واده ده زما څلور نمسۍ په یوسفزو کښې واده دي دوه په خټکو کښې او یوه په پنجابي واده ده ، مونږ خپل اولاد په دولت پسې نه ورکوو ، په شرافت ، قابلیت او لیاقت پسې يې ورکوو مونږ خپل اولاد بغیر دَ هغوﺉ دَ خوښې چاله نه ورکوو زما مور ډیره زړه سواندې ، پوهه، نیک سیرته او خوش اخلاقه ښځه وه زمونږ دَ زمیندارﺉ لوﺉ کور وو زمونږ ډیرې غوا ميښې وې هره ورځ به دَ خوا و شا غریبان خلک په شوملو مستو پسې مونږ کره راتلل او مور به مې په روڼ تندي دَ هغوﺉ سره ستړي مشي کول او شوملې ماسته به يې ورکول او هر ماښام به يې دَ دوﺉ دپاره دَ اينګولي(سالن) کټوﺉ پخوله زما دَ پلار نوم بهرام خان وو دَ کلي خان وو او په مشرخان مشهور وو، دې دَ نورو خانانو په شان نه وو په کلي کښې دَ ده هومره جاېیداد دَ چا نه وو خو دې داسې نه ښکاریدو لکه خان، پوهه او زیګ پُښتون وو په چا يې زیاتې نه کولو او نه يې مظلومان دَ بل چا زور زیاتي ته پریښودل ، که دَ ده سره به چا زیاتې وکړو هغه به يې په صبر برداشت کولو او دَ بدل جذبه به يې په زړه کښې نه ساتله، وروڼو او تربورانو ورسره ډیر زیاتې کړې وو دَ ده وس توان کیده چې بدل ورنه واخلي خو دَ بدل پر ځاﺉ به يې اوبخښل بلکې احسان او ښیګړه به يې ورسره کوله، مونځ ګزار ، پرهیزګار او سوله خوښې سړی وو دَ صبر او زغم خاوند وو کله چې به حُجرې ته نابلده مسافر راغلل چې هیڅوک به يې نه پیژندل پلار به مې ورله پخپله ډوډﺉ وړله ، نوکران به وُو خو دَ به پخپله دَ ډوډﺉ شکور او دَ اینګولي لوښي په لاسو کښې را اخستي وو او وېیل به يې دا دَ خُداﺉ میلمانه دي پکار ده چې زه يې پخپله خدمت وکړم ، اکثر به داسې وشُو چې میلمانه به ژمي کښې شپې له راغلل نو چې سحر به ورله نوکر چايې یوړه نو خبر به يې راوړو چې میلمانه نشته تللي دي او بړستن يې هم دَ ځان سره وړې ده زما پلار دَ نورو خانانو په شان حاکم پرست نه وو دَ حاکمانو سره يې تعلق نه ساتهٔ او نه يې دَ هغوﺉ خدمتونه کول- زما دَ نِیکه هم دغه حال وو ، زما دَ نیکه سیف الله خان نوم وو کله چې پیرنګیانو دَ بونیر دَ نیولو په غرض په بونیر حمله وکړه او دَ سُورکاوﺉ غزا وه، نور خانان دَ پیرنګي ملګري وُو او سیف الله خان بابا دَ قام مرستې له ورغې ، دا رنګې زما غور نِیکه عبیدالله خان بابا آزادخیال پیاوړې او منلې مشر وهٔ چې دَ هغې وخت دَ دُراني حاکم سلطان محمدخان طلاېي دَ لاسه دَ بغاوت په تور کښې پانسي شو. دَ دُرانو حکومت دَ عیاشۍ ، په خپل قام دَ زور زیاتي ، دَ کورني اختلافونو او جنګونو له امله ړنګ شو، دُراني چې کله خبر شُو چې سیکهان راروان دي او دَ کابل او قندهار سره مو هن آړیکې ښې نه دي او دَ سیکهانو دَ جنګ توان نه لرُو نو شپه په شپه وتختیدل او اولس يې په ډاګه بې یار و مددګار پریښودل او په پيښور دَ سیکهانو بادشاه ګردي شوه
بسم الله الرحمن الرحیم (۳ ټوک ) تاریخي کتنه ------- یا هغه وخت وو چې کله بابر دَ پُښتنو دَ ناپوهۍ او خُودغرضۍ او دَ ایرانیانو دَ امداد او لمسون په وجه دَ ابراهیم لودهي نه دَ هند بادشاهي تخت او تاج واخستو شیرشاه سوري راپاسیدو او دَ بابر دَ زويي همایون نه يې دَ پُښتنو حکومت بیرته واخستو ډیلې يې ونیولو همایون وتختیدو او دَ ایران دربار ته يې پناه یوړه او هلته ایرانیانو دَ پُښتنو دَ کمزوري کیدو موقعې له ساتلې وهٔ. شیرشاه دَ پُښتنو بیرغ په هند جګ کړلو او دَ ملک دَ ودانۍ له پاره يې دَ صنعت ، تجارت او زراعت کومې منصوبې جوړې کړې وې په هغې دَ مغلو دَ اکبرباچا نوم وشو دا دَ اکبر دماغ نه وُو دَ شیرشاه دماغ وُو. یا هغه وخت وو چې په پُښتنو دَ ایرانیانو حکومت وو ، پُښتانه به يې سپکول او سپک به يې ګڼل په قندهار کښې میرویس خان نِیکه راپورته شو ، پُښتانه يې دَ ایران دَ غلامۍ نه ازاد کړل او دَ پُښتنو بیرغ يې په اصفهان ودرولو- یا هغه وخت وو چې پُښتانه نادرشاه افشار ریز مریز کړي وُو، چې نادرشاه افشار مړ کړې شو نو دَ پُښتنو لویه جرګه په قندهار کښې راغونډه شوه او دَ ډیر غور و فکر نه وروستو يې دَ احمدشاه بابا په مشرﺉ دعأ يې خیر وکړه. احمدشاه بابا راپورته شو ایرانیانو له يې شکست ورکړو او دَ پُښتنو دَ حکومت بنسټ يې کیښود ، یواځې پُښتونخوا نه بلکې هندوستان يې هم ونیولو ، دې وخت کښې پیرنګیان هندوستان له نوي راغلي وُو چې احمدشاه بابا ډيلې واخست نو دَ پیرنګیانو دَ تګ و دؤ نه خبر شو او هوډ يې وکړهٔ چې پیرنګیان هم دَ هندوستان نه وباسم ، پیرنګیان چې په دې پوهه شول نو دَ ایران دربار ته يې استاذې(سفیر) ولیږلو او ایرانیان يې راپورته کړل چې په افغانستان حمله وکړي ، احمدشاه بابا چې دَ دې سازش نه خبر شو نو دَ پیرنګیانو دَ مخنیوي کار يې پریښود او افغانستان ته راستون شو ، چې جهلم ته راورسید نو دَ جهلم دَ سین په غاړه ودریدو او دَ پُښتنو ټول خیلونه او قبیلې چې ورسره وې ، هغوﺉ ته يې ووېیل چې له دې ځایه تر امو سین پورې ستاسو وطن پُښتونخوا دی. او یا دغه وخت وو چې دَ دُرانو دَ عیاشۍ ، بې تدبیرﺉ په خلکو دَ زور زیاتي ، کورني اختلافونو او جګړو په سبب پُښتانه دومره پریوتل چې خپل کور کښې دَ سیکهانو دَ مقابلې نه وُو ، هغه دَ پلار نِیکه ګټې خو پریږده خپله خاؤره ترې سیکهانو لاندې کړه او په دوﺉ کښې دومره څوک نه وُو چې پخپله خاؤره او ناموس يې ننګ او غیرت کړې وې ، دَ سیکهانو دَ زور او ظلم په مقابله کښې يې سر اوچت کړې وې او دَ پُښتنو عزت او عظمت يې دَ دې ظلم نه بچ کړې وې. دَ سیکهانو ډیر ظالمانه حکومت وو ، زما دَ مور دَ آړخه نِیکه محمد دین خان به مونږ ته دا خبره کوله چې یوه ورځ زه دَ شولګرې نه راتلم او په سین راپورې وتم چې په دې کښې یو سِیک راغې ماته يې اشارت وکړو چې راوګرځه او ما په شا پورې باسه محمد دین نِیکه ورته ووې چې زه ناباري یم ، خو سِیک مجبور کړې دی او چې سِیک يې په شا راسور کړې دی او دَ اوبو مینځ ته رسیدلې نو ټوپونه کړي يې دي او سِیک يې دَ اوبو په مینځ کښې غورځولې دی او دې ترې تلې دی.

بسم الله الرحمن الرحیم ( ۴ ټوک ) دَ هندوستان دَ هغه سر نه سيداحمد بریلوي شهید په پُښتنو ننګ او غیرت کوي او دَ سیکانو دَ مقابلې دپاره دَ پُښتنو خاؤرې ته راځي دَ هغې وخت دَ حکومت افغانستان له آړخه دَ ده سره مرسته ونشوه بلکې دَ پیښور دَ سردارانو یارمحمدخان او سلطان محمدخان له خوا ورسره جګړه وشوه لکه څنګه چې دَ پُښتو دَ دې زړې چاربیتې نه څرګندیږي روان شو یارمحمد سید اوباسي له پنجتاره سید له برې ورکړې الهي پروردګاره ( پنجتار په ضلع بونیر علاقه خدوخیل کښې دَ یو کلي نوم دی چې سیداحمد شهید پکښې اوسیدو ) دَ دې علاقو دَ پُښتنو همدردي دَ سید صاحب سره وه ، سیدصاحب غوښتل چې ملک کښې شریعت نافذ کړي او دَ خور لُور ولور بند کړي او په میراث کښې ښځو له هم شرعي برخه ورکړي او دَ ځینې غلط رسم او رواج اصلاح وکړي نو په خانانو او مُلیانو دَ دې خبرو بد اثر وشو شور زوږ يې جوړ کړو چې یو سِیک لاړو او بل سیک راغې ، دَ پُښتنو او مسلمانانو په دې همدردانو يې دَ وهابي فتوی ولګوله، په پُښتنو کښې قومي او سیاسي شعور نه وهٔ نو دَ بریلوي صیب او دَ ده دَ ډلې په ضد راپورته شول ، څه يې ووژل او څه يې په اباسین هزارې ته پورې ویستل، دَ هزارې ځینې خلکو سیکانو ته مخبري وکړهٔ سیکان راغلل او باقیمانده هلته دَ سیکانو له لاسه تالا ترغه شول، سید صیب او دَ هغه ګڼړ ملګري دَ بالاکوټ په مقام شهیدان شول، څومره دَ افسوس خبره ده چې سید صیب دَ پُښتنو په ښځو ننګ وکړو او بې ننګه پُښتنو دوﺉ سره ننګ ونکړو چې سید صاحب سیکان دَ پُښتنو دَ خاؤرې نه ویستل نو دوﺉ ورته اووېیل چې اوس دا ملک مونږ ته پریږده. قصه داسې وه چې دَ تاکال ارباب بهرام خان چې دَ سید صاحب مرید وهٔ، هغه به کال په کال دَ روژې په میاشت کښې بریلي ته تللو دَ قرأن پاک ختم او تراویح به يې هلته دَ سید صاحب سره کولې، پُخوا لارﺉ موټرې نه وې په آس روان وو چې ګجرانواله له راغلې دی نو تږې شوې دی په لاره کښې کوهې وهٔ ښځې ورله اوبو له راغلې وې ، دې چې کوهې ته ورنزدې شو نو دَ لاس په اشاره يې دَ ښځو نه اوبه اوغوښتې، چې دې ښځو منګي ډک کړل، نورې ټولې لاړې او دوه ښځې پاتې شوې نو دَ له يې اوبه یوړلې چې دَ اوبه وڅکښلې نو دوﺉ په ژړا شوې او ورته يې ووېیل چې مونږ پُښتنې یُو او سیکانو دلته په زور راوستې يُو او دوه دوه بچي مو هم پیدا شوي دي، ارباب صیب چې بریلي ته ورسیدو نو هغه ډیر زهیر وهٔ، سید صاحب ترې نه پوښتنه وکړه چې دا ته ولې زهیر يې ؟ هغه ورته دَ ګوجرانوالا هغه ټوله واقعه بیان کړه نو سید صاحب دَ جمعې په ورځ منبر ته وخوت، دا قصه يې بیان کړه او دَ جهاد اعلان يې وکړو. زه دلته تاریخ نه بیانوم صرف دا خبره ښکاره کوم چې دَ دې څه وجه ده چې پُښتنو لوﺉ لوﺉ حکومتونه جوړاولې شول خو ټینګولې يې نه شول، دَ دې وجه دا وه چې په پُښتنو کښې اجتماعي ژوند ، قومیت او اتفاق نه وهٔ ، که پُښتنو کښې به وخت په وخت لوﺉ لوﺉ او قابل سیاستدانان پیدا شول لوﺉ لوﺉ سلطنتونه به يې قایم کړل خو کله به چې ده سر په کفن کښې ونغښتو نو په پاتې کسانو کښې به يې دَ قامولۍ مینه او اتفاق او دَ اهلیت جذبه نه وهٔ، دَ دولت او اقتدار ګټلو دپاره به یو بل ته آړم شول ، په اولس کښې به هم دَ قامولۍ احساس نه وهٔ په دوﺉ به دَ خودغرضو مشرانو اثر وشو او بې اتفاقي او خانه جنګي به عامه شوه، خپل طاقت به يې په خپلو کښې یو په بل ختم کړو، دُښمنان خو به دَ موقعې په طمع ناست وو موقعه به يې ومونده،بادشاهي به يې ورنه واخسته، دوﺉ به يې غرونو ته وشړل دُښمنانو به دَ دوﺉ په ابادو مزې چرچې شروع کړې او دوﺉ به په غرونو رغونو کښې سر وهلي در په در ګرځیدل، تر څو چې به بیا لایق او پوهه سړي به پکښې پیدا شول، بیا به يې دُښمنان له وطنه وشړل او له نوي سره به يې په ابادﺉ ګوتې پورې کړې. پاتې
بسم الله الرحمن الرحیم (۵ ټوک ) دَ سیکانو نه پس دَ پیرنګیانو دور راغې پیرنګې پخپله خو دَ سمندر په لاره راغلې وهٔ ولې دا ورته مالومه وه چې دَ هندوستان دَ تاریخ ټولې حملې دَ قطب نه شوي دي ، او دَ خپل برطانوي هند دَ سلطنت دَ ساتلو دپاره هغه دَ پُښتون خاؤرې ته راپورې وتلو چې په هغې درو او لارو قبضه وکړي چې په کومو دَ بهر نه حملې شوي دي دَ فوجي حکمت عملۍ نه علاوه هغه دَ دې سیمې سیاسي حالاتو ته هم توجّه وکړه هغه ولیدل چې دلته هم هغه پالیسي روانه وه کومه چې دَ هغه نه مخکښې مختلفو حاکمانو ازماېیلې وه ، حقیقت دا دې چې کله مغلو دَ پُښتنو سره جنګونه وکړل او چې کله اکبرباچا دَ پُښتنو دَ لاسه اول په خیبر بیا په کړپه او په اخر کښې چې يې کله دَ بونیر په ملندرﺉ (سرملنګ) کښې دَ خپل ۸۰۰۰ فوځ سره سره خپل لوﺉ وزیر بیربل هم اووژلې شو نو بیا اکبر راغې پُښتنو ته يې دَ اباسین نه پورې دَ اټک قلا جوړه کړه ، سره دَ خپلو وزیرانو کښیناست چې په دې خبره سوچ وکړي چې پُښتون خو يې په جنګ ونه وهلې شو اوس به يې په کومه وسله وهي ، نو دَ ډیر غور او فکر نه پس په دې نتیجه ورسیدو چې پُښتون دوه خاصیته لري یو دا چې پُښتون من حیث القوم مسلمان دی او دَ اسلام سره لوﺉ عقیدت لري دویمه انساني کمزوري یعنې دَ دولت سره مینه لري نو دَ دې په رڼا کښې هغه یوه داسې پالیسي وضع کړه چې داسې مُلیان او پیران پیدا کړي چې دَ هغوﺉ په ذریعه دَ اسلام دَ څادر دَ لاندې خپل سیاسي غرضونه سر کړي ، او بله دا چې دَ پُښتنو دنیاوي مشران ، ملکان او خانان دَ دولت او نوکرو په زور په بیعه واخلي ، هم په دې سلسله کښې مونږ وکتل چې دَ آخون درویزه او دَ هغه په رنګ نورو ډیرو دیني مشرانو دَ مغلو په وېینا او ښودنه دَ پُښتنو دَ قامي او اولسي تحریک دَ مخنیوي دپاره په پیر روښان ( بایزید ) غوندې با عمله عالم او سوچه مسلمان دَ مغلو دپاره دَ کفر فتوې ولګولې او بل آړخ ته يې دَ جهانګیري نه تر نوښاره دَ لارې څارنه ملک آکوړ ته په ذمه ورکړه پیرنګي دا ولیدل چې هم دغه پالیسي دَ مغلو نه پس درانیانو خپله کړه او دَ هغوﺉ نه په میراث کښې سیکانو ته پاتې شوه ، پیرنګې چونکې دَ شلمې پیړۍ دَ تعلیمیافته دور پیداوښت وهٔ نو دَ هم دَ اکبرباچا هغه مجربه نسخه خپله کړه او کوشش يې دا وهٔ چې یو خوا دَ پُښتون قام دیني مشران دَ خپل سیاسي غرض دپاره استعمال کړي او بل خوا دَ هغوﺉ دُنیاوي مشران په دولت او منصبونو واخلي ، ولې ډیره دَ تعجب خبره دا ده چې هغه اسلام چې کوم مغل مسلمان دَ خپل مسلمان ورور دَ غلامولو دپاره استعمالولو هم هغه اسلام نن دې ایمان خرڅو مُلیانو ، عالمانو او پیرانو دَ کافر پیرنګي دَ سیاسي اغراضو او مقاصدو دپاره استعمالوٶ

زه عبدالرحمِّن تاسو نورې برخې هم شيره ووم

ده باچا خان کتاب ولولئ دپشتانه تاريخ نه زان خبرکړئ

Wonderful App. Install and give 5 stars https://play.google.com/store/apps/details?id=com.sevennex.zama.jond.ao.jadojehd&hl=en

ده ژوندون ستړې ستومانه ورزې په پښتون خواه وطن

ژونــد او ســتړې ســــتومانې ورزې په پښتونخواه وطن خاوره ده غیره خلق ظلم او جبرانه تشدود په کور کلی کې دمذهب تګ لارې شریعت او ده قانون سازي ...