Tuesday, June 26, 2018

زما ژوند او جدوجهد کتاب باچاخان ــاول نه پينځو برخو پورې

بسم الله الرحمن الرحیم ( وړومبې ټوک ) زه دَ هشنغر په اتمانزو نومې کلي کښې په کال ۱۸۹۰م کښې زیږیدلې یم په هغې وخت کښې دَ زیږون دَ نیټې دَ لیکلو رواج نه وو او نه څوک په لیک لوست پوهیدل نو زما دَ زیږون نیټه چا لیکلې نه وه خو دا چې زه وایم چې په ۱۸۹۰م کال کښې زیږیدلې یم ، دَ دې نه وایم چې خُداﺉ دې زما مور اوبخښي ماته يې وېیل چې " ستا دَ ورور ډاکټرخان واده وو نو ته دَ یوولسو کالو وې " او دَ ډاکټر صیب واده په دسمبر ۱۹۰۱م کال کښې شوې وو نو ځکه زه وایم چې زه په ۱۸۹۰م کال کښې زیږیدلې يم ، زه دَ مور او پلار کشر ځويې وُم دَ ټولو نه مشره زمونږ خور وه ورپسې ډاکټرخان صیب وو بیا مې بله خور وه ، بیا زه وُم دَ کشر اولاد سره قدرتي دَ مور او پلار مینه زیاته وي او ورته ډیر خوږ او نیازبین وي ، زه مور او پلار ته ډیر ګران وُم ، دَ خُداﺉ قدرت داسې وو چې دَ ټولو نه مخکښې زما مشره خور مړه شوه بیا ډاکټر خان صیب شهید شو ، بیا مې بله خور مړه شوه زه دَ ټولو نه و
روستو وُم او وروستو پاتې شوم


بسم الله الرحمن الرحیم ( ۲ ټوک ) دَ اتمانزو کلې دَ پیښور نه شل میله لرې نِیلاؤ ختیز ته دَ هشنغر په مینځ کښې دَ سوات او باجوړ دَ سین په غاړه نمرخاته ته پروت دی ، زما تعلق دَ محمدزﺉ قبیلې سره دی او هشنغر چې دَ آبازو نه راواخلې تر نوښار پورې دی په دې کښې محمدزي اباد دي دا ډیره ښکلې او خیرازه سِیمه ده او دا دَ پُښتنو دَ ورورولۍ په ویش کښې نورو وروڼو مونږ له په خپله خوښه راکړې وهٔ ، زما نیا یوسفزۍ وه دَ صوابۍ دَ مرغز کلي وه او نِیکه مې محمدزی وو چې دَ هشنغر دَ اتمانزو کلي وو نِیکه مې لوﺉ خان وو دا قدرتي خبره ده چې دَ محمدزو او یوسفزو شریک اؤلاد ډیر لایق او قابل وي جینکۍ يې دَ هلکانو نه زیاتې ذهینې وي زما درې نمسۍ ډاکټرانې دي نورې نمسۍ مې څوک ایم.ای څوک بي.ای دي او یوه لور مې ده هغه بي.ای.بي.ټي ده یو کشر زويې مې عبدالعلي خان چې(زه ورته لالي وایم) دَ آکسفورډ ایم.ای دی دوه مې نور ځامن دي مشر عبدالغني خان دی چې هغه مې دَ ترو ، کیمسټرﺉ دَ تعلیم دپاره امریکې ته لیږلې وو خو چې زه فرنګیانو په ۱۹۳۱م کال کښې جیل ته ولیږلم او زما جاېیداد يې هم ګډ وډ کړو نو هغه دَ پیسو دَ نشت له امله تعلیم پوره نه کړې شو او واپس راغې ، بل عبدالولي خان دی چې سينيېر کیمبرج يې پاس کړو ، دې ډیر ذهین لایق او قابل دی دې یورپ ته تعلیم له لا نهٔ ړو ولې چې زه بیا جیل خانې ته لاړم نو دې هم دَ تعلیم نه پاتې شو عجیبه خبره دا ده چې زه هم شاهي قیدي (State prisoner)وُم ډاکټرخان صیب او قاضي عطالله صیب هم وُو دَ هغوﺉ بچو له يې دَ تعلیم او دَ کور دَ خرڅ وظیفه ورکوله چې دا په شاهي قیدي احسان نه بلکې دَ هغه قانوني حق دی خو زما زامنو له يې نه ورکولو زما یو ځويې یوسفزۍ ښځه کړې ده بل مومنده کړې ده او دریم پارسڼه کړې ده زما لور په کشمیري (یحیی جان خان) واده ده زما څلور نمسۍ په یوسفزو کښې واده دي دوه په خټکو کښې او یوه په پنجابي واده ده ، مونږ خپل اولاد په دولت پسې نه ورکوو ، په شرافت ، قابلیت او لیاقت پسې يې ورکوو مونږ خپل اولاد بغیر دَ هغوﺉ دَ خوښې چاله نه ورکوو زما مور ډیره زړه سواندې ، پوهه، نیک سیرته او خوش اخلاقه ښځه وه زمونږ دَ زمیندارﺉ لوﺉ کور وو زمونږ ډیرې غوا ميښې وې هره ورځ به دَ خوا و شا غریبان خلک په شوملو مستو پسې مونږ کره راتلل او مور به مې په روڼ تندي دَ هغوﺉ سره ستړي مشي کول او شوملې ماسته به يې ورکول او هر ماښام به يې دَ دوﺉ دپاره دَ اينګولي(سالن) کټوﺉ پخوله زما دَ پلار نوم بهرام خان وو دَ کلي خان وو او په مشرخان مشهور وو، دې دَ نورو خانانو په شان نه وو په کلي کښې دَ ده هومره جاېیداد دَ چا نه وو خو دې داسې نه ښکاریدو لکه خان، پوهه او زیګ پُښتون وو په چا يې زیاتې نه کولو او نه يې مظلومان دَ بل چا زور زیاتي ته پریښودل ، که دَ ده سره به چا زیاتې وکړو هغه به يې په صبر برداشت کولو او دَ بدل جذبه به يې په زړه کښې نه ساتله، وروڼو او تربورانو ورسره ډیر زیاتې کړې وو دَ ده وس توان کیده چې بدل ورنه واخلي خو دَ بدل پر ځاﺉ به يې اوبخښل بلکې احسان او ښیګړه به يې ورسره کوله، مونځ ګزار ، پرهیزګار او سوله خوښې سړی وو دَ صبر او زغم خاوند وو کله چې به حُجرې ته نابلده مسافر راغلل چې هیڅوک به يې نه پیژندل پلار به مې ورله پخپله ډوډﺉ وړله ، نوکران به وُو خو دَ به پخپله دَ ډوډﺉ شکور او دَ اینګولي لوښي په لاسو کښې را اخستي وو او وېیل به يې دا دَ خُداﺉ میلمانه دي پکار ده چې زه يې پخپله خدمت وکړم ، اکثر به داسې وشُو چې میلمانه به ژمي کښې شپې له راغلل نو چې سحر به ورله نوکر چايې یوړه نو خبر به يې راوړو چې میلمانه نشته تللي دي او بړستن يې هم دَ ځان سره وړې ده زما پلار دَ نورو خانانو په شان حاکم پرست نه وو دَ حاکمانو سره يې تعلق نه ساتهٔ او نه يې دَ هغوﺉ خدمتونه کول- زما دَ نِیکه هم دغه حال وو ، زما دَ نیکه سیف الله خان نوم وو کله چې پیرنګیانو دَ بونیر دَ نیولو په غرض په بونیر حمله وکړه او دَ سُورکاوﺉ غزا وه، نور خانان دَ پیرنګي ملګري وُو او سیف الله خان بابا دَ قام مرستې له ورغې ، دا رنګې زما غور نِیکه عبیدالله خان بابا آزادخیال پیاوړې او منلې مشر وهٔ چې دَ هغې وخت دَ دُراني حاکم سلطان محمدخان طلاېي دَ لاسه دَ بغاوت په تور کښې پانسي شو. دَ دُرانو حکومت دَ عیاشۍ ، په خپل قام دَ زور زیاتي ، دَ کورني اختلافونو او جنګونو له امله ړنګ شو، دُراني چې کله خبر شُو چې سیکهان راروان دي او دَ کابل او قندهار سره مو هن آړیکې ښې نه دي او دَ سیکهانو دَ جنګ توان نه لرُو نو شپه په شپه وتختیدل او اولس يې په ډاګه بې یار و مددګار پریښودل او په پيښور دَ سیکهانو بادشاه ګردي شوه
بسم الله الرحمن الرحیم (۳ ټوک ) تاریخي کتنه ------- یا هغه وخت وو چې کله بابر دَ پُښتنو دَ ناپوهۍ او خُودغرضۍ او دَ ایرانیانو دَ امداد او لمسون په وجه دَ ابراهیم لودهي نه دَ هند بادشاهي تخت او تاج واخستو شیرشاه سوري راپاسیدو او دَ بابر دَ زويي همایون نه يې دَ پُښتنو حکومت بیرته واخستو ډیلې يې ونیولو همایون وتختیدو او دَ ایران دربار ته يې پناه یوړه او هلته ایرانیانو دَ پُښتنو دَ کمزوري کیدو موقعې له ساتلې وهٔ. شیرشاه دَ پُښتنو بیرغ په هند جګ کړلو او دَ ملک دَ ودانۍ له پاره يې دَ صنعت ، تجارت او زراعت کومې منصوبې جوړې کړې وې په هغې دَ مغلو دَ اکبرباچا نوم وشو دا دَ اکبر دماغ نه وُو دَ شیرشاه دماغ وُو. یا هغه وخت وو چې په پُښتنو دَ ایرانیانو حکومت وو ، پُښتانه به يې سپکول او سپک به يې ګڼل په قندهار کښې میرویس خان نِیکه راپورته شو ، پُښتانه يې دَ ایران دَ غلامۍ نه ازاد کړل او دَ پُښتنو بیرغ يې په اصفهان ودرولو- یا هغه وخت وو چې پُښتانه نادرشاه افشار ریز مریز کړي وُو، چې نادرشاه افشار مړ کړې شو نو دَ پُښتنو لویه جرګه په قندهار کښې راغونډه شوه او دَ ډیر غور و فکر نه وروستو يې دَ احمدشاه بابا په مشرﺉ دعأ يې خیر وکړه. احمدشاه بابا راپورته شو ایرانیانو له يې شکست ورکړو او دَ پُښتنو دَ حکومت بنسټ يې کیښود ، یواځې پُښتونخوا نه بلکې هندوستان يې هم ونیولو ، دې وخت کښې پیرنګیان هندوستان له نوي راغلي وُو چې احمدشاه بابا ډيلې واخست نو دَ پیرنګیانو دَ تګ و دؤ نه خبر شو او هوډ يې وکړهٔ چې پیرنګیان هم دَ هندوستان نه وباسم ، پیرنګیان چې په دې پوهه شول نو دَ ایران دربار ته يې استاذې(سفیر) ولیږلو او ایرانیان يې راپورته کړل چې په افغانستان حمله وکړي ، احمدشاه بابا چې دَ دې سازش نه خبر شو نو دَ پیرنګیانو دَ مخنیوي کار يې پریښود او افغانستان ته راستون شو ، چې جهلم ته راورسید نو دَ جهلم دَ سین په غاړه ودریدو او دَ پُښتنو ټول خیلونه او قبیلې چې ورسره وې ، هغوﺉ ته يې ووېیل چې له دې ځایه تر امو سین پورې ستاسو وطن پُښتونخوا دی. او یا دغه وخت وو چې دَ دُرانو دَ عیاشۍ ، بې تدبیرﺉ په خلکو دَ زور زیاتي ، کورني اختلافونو او جګړو په سبب پُښتانه دومره پریوتل چې خپل کور کښې دَ سیکهانو دَ مقابلې نه وُو ، هغه دَ پلار نِیکه ګټې خو پریږده خپله خاؤره ترې سیکهانو لاندې کړه او په دوﺉ کښې دومره څوک نه وُو چې پخپله خاؤره او ناموس يې ننګ او غیرت کړې وې ، دَ سیکهانو دَ زور او ظلم په مقابله کښې يې سر اوچت کړې وې او دَ پُښتنو عزت او عظمت يې دَ دې ظلم نه بچ کړې وې. دَ سیکهانو ډیر ظالمانه حکومت وو ، زما دَ مور دَ آړخه نِیکه محمد دین خان به مونږ ته دا خبره کوله چې یوه ورځ زه دَ شولګرې نه راتلم او په سین راپورې وتم چې په دې کښې یو سِیک راغې ماته يې اشارت وکړو چې راوګرځه او ما په شا پورې باسه محمد دین نِیکه ورته ووې چې زه ناباري یم ، خو سِیک مجبور کړې دی او چې سِیک يې په شا راسور کړې دی او دَ اوبو مینځ ته رسیدلې نو ټوپونه کړي يې دي او سِیک يې دَ اوبو په مینځ کښې غورځولې دی او دې ترې تلې دی.

بسم الله الرحمن الرحیم ( ۴ ټوک ) دَ هندوستان دَ هغه سر نه سيداحمد بریلوي شهید په پُښتنو ننګ او غیرت کوي او دَ سیکانو دَ مقابلې دپاره دَ پُښتنو خاؤرې ته راځي دَ هغې وخت دَ حکومت افغانستان له آړخه دَ ده سره مرسته ونشوه بلکې دَ پیښور دَ سردارانو یارمحمدخان او سلطان محمدخان له خوا ورسره جګړه وشوه لکه څنګه چې دَ پُښتو دَ دې زړې چاربیتې نه څرګندیږي روان شو یارمحمد سید اوباسي له پنجتاره سید له برې ورکړې الهي پروردګاره ( پنجتار په ضلع بونیر علاقه خدوخیل کښې دَ یو کلي نوم دی چې سیداحمد شهید پکښې اوسیدو ) دَ دې علاقو دَ پُښتنو همدردي دَ سید صاحب سره وه ، سیدصاحب غوښتل چې ملک کښې شریعت نافذ کړي او دَ خور لُور ولور بند کړي او په میراث کښې ښځو له هم شرعي برخه ورکړي او دَ ځینې غلط رسم او رواج اصلاح وکړي نو په خانانو او مُلیانو دَ دې خبرو بد اثر وشو شور زوږ يې جوړ کړو چې یو سِیک لاړو او بل سیک راغې ، دَ پُښتنو او مسلمانانو په دې همدردانو يې دَ وهابي فتوی ولګوله، په پُښتنو کښې قومي او سیاسي شعور نه وهٔ نو دَ بریلوي صیب او دَ ده دَ ډلې په ضد راپورته شول ، څه يې ووژل او څه يې په اباسین هزارې ته پورې ویستل، دَ هزارې ځینې خلکو سیکانو ته مخبري وکړهٔ سیکان راغلل او باقیمانده هلته دَ سیکانو له لاسه تالا ترغه شول، سید صیب او دَ هغه ګڼړ ملګري دَ بالاکوټ په مقام شهیدان شول، څومره دَ افسوس خبره ده چې سید صیب دَ پُښتنو په ښځو ننګ وکړو او بې ننګه پُښتنو دوﺉ سره ننګ ونکړو چې سید صاحب سیکان دَ پُښتنو دَ خاؤرې نه ویستل نو دوﺉ ورته اووېیل چې اوس دا ملک مونږ ته پریږده. قصه داسې وه چې دَ تاکال ارباب بهرام خان چې دَ سید صاحب مرید وهٔ، هغه به کال په کال دَ روژې په میاشت کښې بریلي ته تللو دَ قرأن پاک ختم او تراویح به يې هلته دَ سید صاحب سره کولې، پُخوا لارﺉ موټرې نه وې په آس روان وو چې ګجرانواله له راغلې دی نو تږې شوې دی په لاره کښې کوهې وهٔ ښځې ورله اوبو له راغلې وې ، دې چې کوهې ته ورنزدې شو نو دَ لاس په اشاره يې دَ ښځو نه اوبه اوغوښتې، چې دې ښځو منګي ډک کړل، نورې ټولې لاړې او دوه ښځې پاتې شوې نو دَ له يې اوبه یوړلې چې دَ اوبه وڅکښلې نو دوﺉ په ژړا شوې او ورته يې ووېیل چې مونږ پُښتنې یُو او سیکانو دلته په زور راوستې يُو او دوه دوه بچي مو هم پیدا شوي دي، ارباب صیب چې بریلي ته ورسیدو نو هغه ډیر زهیر وهٔ، سید صاحب ترې نه پوښتنه وکړه چې دا ته ولې زهیر يې ؟ هغه ورته دَ ګوجرانوالا هغه ټوله واقعه بیان کړه نو سید صاحب دَ جمعې په ورځ منبر ته وخوت، دا قصه يې بیان کړه او دَ جهاد اعلان يې وکړو. زه دلته تاریخ نه بیانوم صرف دا خبره ښکاره کوم چې دَ دې څه وجه ده چې پُښتنو لوﺉ لوﺉ حکومتونه جوړاولې شول خو ټینګولې يې نه شول، دَ دې وجه دا وه چې په پُښتنو کښې اجتماعي ژوند ، قومیت او اتفاق نه وهٔ ، که پُښتنو کښې به وخت په وخت لوﺉ لوﺉ او قابل سیاستدانان پیدا شول لوﺉ لوﺉ سلطنتونه به يې قایم کړل خو کله به چې ده سر په کفن کښې ونغښتو نو په پاتې کسانو کښې به يې دَ قامولۍ مینه او اتفاق او دَ اهلیت جذبه نه وهٔ، دَ دولت او اقتدار ګټلو دپاره به یو بل ته آړم شول ، په اولس کښې به هم دَ قامولۍ احساس نه وهٔ په دوﺉ به دَ خودغرضو مشرانو اثر وشو او بې اتفاقي او خانه جنګي به عامه شوه، خپل طاقت به يې په خپلو کښې یو په بل ختم کړو، دُښمنان خو به دَ موقعې په طمع ناست وو موقعه به يې ومونده،بادشاهي به يې ورنه واخسته، دوﺉ به يې غرونو ته وشړل دُښمنانو به دَ دوﺉ په ابادو مزې چرچې شروع کړې او دوﺉ به په غرونو رغونو کښې سر وهلي در په در ګرځیدل، تر څو چې به بیا لایق او پوهه سړي به پکښې پیدا شول، بیا به يې دُښمنان له وطنه وشړل او له نوي سره به يې په ابادﺉ ګوتې پورې کړې. پاتې
بسم الله الرحمن الرحیم (۵ ټوک ) دَ سیکانو نه پس دَ پیرنګیانو دور راغې پیرنګې پخپله خو دَ سمندر په لاره راغلې وهٔ ولې دا ورته مالومه وه چې دَ هندوستان دَ تاریخ ټولې حملې دَ قطب نه شوي دي ، او دَ خپل برطانوي هند دَ سلطنت دَ ساتلو دپاره هغه دَ پُښتون خاؤرې ته راپورې وتلو چې په هغې درو او لارو قبضه وکړي چې په کومو دَ بهر نه حملې شوي دي دَ فوجي حکمت عملۍ نه علاوه هغه دَ دې سیمې سیاسي حالاتو ته هم توجّه وکړه هغه ولیدل چې دلته هم هغه پالیسي روانه وه کومه چې دَ هغه نه مخکښې مختلفو حاکمانو ازماېیلې وه ، حقیقت دا دې چې کله مغلو دَ پُښتنو سره جنګونه وکړل او چې کله اکبرباچا دَ پُښتنو دَ لاسه اول په خیبر بیا په کړپه او په اخر کښې چې يې کله دَ بونیر په ملندرﺉ (سرملنګ) کښې دَ خپل ۸۰۰۰ فوځ سره سره خپل لوﺉ وزیر بیربل هم اووژلې شو نو بیا اکبر راغې پُښتنو ته يې دَ اباسین نه پورې دَ اټک قلا جوړه کړه ، سره دَ خپلو وزیرانو کښیناست چې په دې خبره سوچ وکړي چې پُښتون خو يې په جنګ ونه وهلې شو اوس به يې په کومه وسله وهي ، نو دَ ډیر غور او فکر نه پس په دې نتیجه ورسیدو چې پُښتون دوه خاصیته لري یو دا چې پُښتون من حیث القوم مسلمان دی او دَ اسلام سره لوﺉ عقیدت لري دویمه انساني کمزوري یعنې دَ دولت سره مینه لري نو دَ دې په رڼا کښې هغه یوه داسې پالیسي وضع کړه چې داسې مُلیان او پیران پیدا کړي چې دَ هغوﺉ په ذریعه دَ اسلام دَ څادر دَ لاندې خپل سیاسي غرضونه سر کړي ، او بله دا چې دَ پُښتنو دنیاوي مشران ، ملکان او خانان دَ دولت او نوکرو په زور په بیعه واخلي ، هم په دې سلسله کښې مونږ وکتل چې دَ آخون درویزه او دَ هغه په رنګ نورو ډیرو دیني مشرانو دَ مغلو په وېینا او ښودنه دَ پُښتنو دَ قامي او اولسي تحریک دَ مخنیوي دپاره په پیر روښان ( بایزید ) غوندې با عمله عالم او سوچه مسلمان دَ مغلو دپاره دَ کفر فتوې ولګولې او بل آړخ ته يې دَ جهانګیري نه تر نوښاره دَ لارې څارنه ملک آکوړ ته په ذمه ورکړه پیرنګي دا ولیدل چې هم دغه پالیسي دَ مغلو نه پس درانیانو خپله کړه او دَ هغوﺉ نه په میراث کښې سیکانو ته پاتې شوه ، پیرنګې چونکې دَ شلمې پیړۍ دَ تعلیمیافته دور پیداوښت وهٔ نو دَ هم دَ اکبرباچا هغه مجربه نسخه خپله کړه او کوشش يې دا وهٔ چې یو خوا دَ پُښتون قام دیني مشران دَ خپل سیاسي غرض دپاره استعمال کړي او بل خوا دَ هغوﺉ دُنیاوي مشران په دولت او منصبونو واخلي ، ولې ډیره دَ تعجب خبره دا ده چې هغه اسلام چې کوم مغل مسلمان دَ خپل مسلمان ورور دَ غلامولو دپاره استعمالولو هم هغه اسلام نن دې ایمان خرڅو مُلیانو ، عالمانو او پیرانو دَ کافر پیرنګي دَ سیاسي اغراضو او مقاصدو دپاره استعمالوٶ

زه عبدالرحمِّن تاسو نورې برخې هم شيره ووم

No comments:

Post a Comment

ده ژوندون ستړې ستومانه ورزې په پښتون خواه وطن

ژونــد او ســتړې ســــتومانې ورزې په پښتونخواه وطن خاوره ده غیره خلق ظلم او جبرانه تشدود په کور کلی کې دمذهب تګ لارې شریعت او ده قانون سازي ...