Sunday, December 2, 2018

خان عبدالصمد خان اڅکزئ د۲۰ مې پېړۍ

خان عبدالصمد خان اڅکزے  د ۲۰ مې پېړۍ يو ريښتونې شهيد ملي مبارز
(۱۹۰۷-۱۹۷۳)
اکبرهوتي
هند ته د پېرنګي د راتګ نه پس چې کله پېرنګے د افغان وطن په په قبضه کولو او تقسيمولو پسې راواخسته نو د افغان ميړني اولس د دې استعماريت ډېر په مړانه مقابله کړې وه۔ د افغانستان او پېرنګي د پرله پسې د جنګونو او د افغانانو ترمينځه د دغه شخړو نه دا جوت ده چې پښتانۀ افغانان د خاورې دفاع کښې ناکامه نۀ وو خو بيرته بيا پېرنګيانو په خپله چالاکۍ د افغان ځينې خاوره په خپله ولقه کښې راوسته او هغه ئې په مختلفو انتظامي يونټونو کښې تقسيم کړه چې په اسانۍ سره په پښتنو خپل مټ مضبوط کړي خو د دې پېرنګي د زورور طاقت خلاف هم د دې مستعمره پښتون افغان وطن ننګيالو او سرخېلانو په بئيلا بئيلو طريقو د ازادۍ مبارزه کړې ده۔ د تحريک ازادۍ د دې مبارزينو فهرست ډېر اوږد دے ځکه چې معلوم او نامعلوم غازيان او شهيدان لري خو مونږ دا مبارزه په جغرافيائي توګه په دوو حصو کښې تقسيمولې شو، يوه حصه چې اوسنۍ خېبرپښتونخوا او ځينې قبائيلي سيمې، او دوېمه حصه د جنوبي پښتونخوا چې وروستو د بلوچستان صوبه شاملې کړې شوې د خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کښې د فخر افغان باچا خان او د هغه د ملګرو په مشرۍ کښې د پښتون ننګيالي، تحريک اصلاح الافاغنه او بيا د خدائي خدمتګار تحريک په رنګ يو بېن امللي د عدم تشدد په بنياد يو اصلاحي تحريک د پښتنو په تهذيبي بدلون کښي يو ډېر اهم او مهم کردار ادا کولو او د دغې تحريک د ټولو نه اهمه نکته تعليمي انقلاب وۀ۔ نو بل طرف ته په جنوبي پښتونخوا کښې د اڅکزي قبيلې د خان عبدالصمد خان اڅکزي په شکل کښې يو ديارلس کلن ماشوم مخې ته راغلو چې د پېرنګي خلاف او د خلافت تحريک په حق کښې د يو احتجاج قيادت کولو او دغه ځاے نه د دې لوړ شخصيت د ملي مبارزې تابيا وشوه
خان عبدالصمد خان اڅکزے چې په ۷م جولائي ۱۹۰۷ کښې د نورمحمد خان اڅکزي په کور کښې په عنايت الله کاريز ګلستان کښې زېږېدلے دے د دوې ټبر په تاريخي توګه د پښتون افغان د ملي دفاع او د وطن په ساتلو کښې يو ځلنده تاريخ هم لري۔ خان بابا تر اتمه په باقاعده ډول رسمي زده کړه وکړه نو د هغې نه پس ئې د خپلې سيمې د علماؤ نه د هغه وخت د رواج مطابق ځينې علوم حاصل کړو۔ د ۲۲ کالو ځلمے وۀ چې پېرنګيانو په قېد کښې بند کړو نو خان بابا په دغه څوارلس کلن قېد کښې فاضل پښتو، فارسي لسم او دولسم امتحانونه پاس کړۀ، د دې نه علاوه پښتو، دري، عربي او په اردو ژبه ئې ښۀ دسترس لرلو، هسې خو خان بابا يو ډېر ښۀ سياسي سوچ لرلو خو چې کله په ۱۹۳۰ کښې هند ته لاړو او هلته ئې په لاهور کښې په يو کانګرس کښې ګډون وکړو نو د ازادۍ په حقله ئې  فکر نور هم توان شۀ او چې بيرته راستون شۀ نو په ۱۹۳۲ کښې ئې د انجمن وطن بنياد کېښودۀ، او د دغې سياسي رسمي تنظيم نه س د خان بابا د باچا خان سره ليدلو کتلو نه علاوه د کانګرس د مشرانو او د خدائي خدمتګارو سره يو رسمي سياسي تعلق هم جوړ شۀ، د کانګرس او د خدائي خدمتګارو په رنګ به پېرنګيانو په خان بابا هم پېرې لګولې  خو د هغوي په استقامت کښې هيڅ څۀ فرق نۀ راتللو، خان بابا په ۱۹۳۶ کښې  په خپل خرڅ يوه چاپ خانه هم ولګوله ځکه چې هغوي غوښتل چې پښتون قام تر څو خپل نشرو اشاعت شعبه نۀ لري نو د ازادۍ د تحريک فائدو نه نۀ شي خبرېدې۔ په جنوري ۱۹۳۸ کښې د اردو او پښتو مشترکه اخبار استقلال خپور کړو او دغسې خان بابا د يو صحافي په حېث هم خپلې دوام داره مبارزه نوره هم زياته کړه، دغه اخبار وروستو د هند د تقسيم نه پس د پاکستان رياست بند کړو او خان بابا ئې جېل ته ولېږلو، په ۱۹۳۹ کښې خان بابا د پېرنګي سرکار له خوا د ماشل لاء د قانون تر مخه ۱۴ مخه قېد شۀ ،
د هند د تقسيم نه پس خان بابا د پښتون وحدت يعني د پښتونستان د جوړولو سياسي پرامن مبارزه کوله خو لکه د پېرنګي سرکار د پاکستان رياست ته هم د دوي دغه مبارزه منظوره نۀ وه او خان بابا ئې پرله پسې په قېد کښې ساتلو په دې دوران کښې دوي نۀ يواځې چې خپل سياست کولو بلکې د پښتو ژبې خدمت او ادب ته ئې هم ملا تړلې وه،  د دوې سياسي تنظيم د انجمن وطن ورو پښتون نه تر نېشنل عوامي پارټۍ او بيا تر پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ پورې رارسي، او اخر په ۷م دسمبر ۱۹۷۳ کښې خان بابا د رياستي جبر ښکارشۀ او په خپل کور کوئټه کښې د بم په چاودنه شهيد کړې شۀ، د خان بابا شهادت د پښتون قام د قامي سياست يو لوے زيان او تاوان وۀ، خان شهيد يو ريښتنې ملي مبارز وۀ هغوي يو داسې سياسي مبارز وۀ چې د سياست سره سره ئې د ادب او صحافت په مېدان کښې هم د پښتنو روزنه او پالنه کوله، د خان شهيد په ادبي کار او زيار کښې ۱۔ صمد الغات، چې د پښتو قاموس دے او په ۱۹۵۳ کښې په جېل کښې ليکلې شوے دے، ۲۔ زما ژوند او ژوندون چې د خان شهيد د ژوند او مبارزې په حقله د هغوي ليکلې کتاب دے چې په ۸۹۰ مخونو مشتمل دے۔ ۳۔ پښتو ژبه او ليکدود چې د ژبې په حقله يو کتابچه ده او په ۱۹۵۶ کښې چاپ دے، دې نه علاوه خان بابا ځينې ژباړې هم کړي دي چې پکښې ۱۔ ګلستان د شېخ سعدي د کتاب ترجمه په ۱۹۵۰ کښې د هري پور په جېل کښې ژباړه شوے دے ۲۔ ترجمان القرآن چې د د مولانا ابولکلام آزاد د ترجمان القرآن ترجمه ده په ۱۹۴۸ کښې د مچ په جېل کښې ليکلې شوے دے ۳۔ کيميائي سعادت، د امام غزالي د کيميائي سعادت د پښتو ترجمه، ۴۔ سيرت النبي د شبلي نعماني د د سيرت النبي د ړومبي باب ترجمه، ۵۔ د چارلس مارټر د Future of Freedom  د اردو او پښتو ترجمه۔۔۔ د وو د خان شهيد بابا ادبي کار او زيار
مونږ کۀ د خان شهيد په مبارزه نظر اچوو نو کۀ په شمالي پښتونخوا کښې باچا خان د پښتنو په اصلاحي او تهذيبي بدلون کښې په خپل ځان شپه او ورځ يو کړي وو او په زرګونو په قام او وطن مئين خدائي خدمتګاران ئې پېدا کړي وو نو بل خوا په جنوبي پښتونخوا کښې خان بابا په پښتنو کښې د ازادۍ د شعور د بېدارلو دپاره سياسي فکر خوروو۔ په باچا خان او خان بابا کښې قدر مشترک دا وۀ چې دواړو ملي رهبرانو په يو وخت د پېرنګي استعماريت په ضد د عدم تشدد په بنياد يو پرامن تحريک چلوو، دواړو مشرانو د پېرنګي او بيا د پنجابي په زندان کښې د ۳۰ کلونو نه زيات قېد خوړلے دے۔ د دواړو رهبرانو د سياست طرز د عدم تشدد لار وه، دواړو د په قامي سياست کښې د هيڅ قسمه رياکارۍ او نمود او نمائش نه کار نۀ دې اخستې خو د قام د بېدارۍ او ازادۍ له پاره ئې جېلونه خوړلي دي، د خان شهيد ځوے او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چئېرمين محمود خان اڅکزي په خپله يوه مرکه کښې وئيلي دي چې هغوي خپل پلار په ژوند کښې صرف درې وارې ليدلې وۀ، ځکه چې خان شهيد ژوند زياته برخه په قېد کښې تېره کړې وه او بيا په هغه سخت قېد کښې د علم او ادب دپاره کار کول ځان له يو سخت او مشکل کار وۀ خو خان شهيد دغه سخت کار ته هم ملا تړلې وه۔ خان شهيد يو هر اړخيز شخصيت وۀ، د سياست ادب او صحافت په لار هغوي د پښتنو په قامي او ملي پوهنه کښې کرادار ادا کړے دے او اوسني او راروان نسل ته ئې د زده کړے او تربيت له پاره ډېر څۀ پرېښې دي بائد چې د اوس وخت د سياست ادب او صحافت زده کونکي د خان شهيد د افکارو او تعليماتو نه ګټه وچته کړي دا ګټۀ به د قام او وطن د ترقۍ له پاره ډېر کار وکړې شي
#copy
بخشنه غواړم دا خط ما کاپی کړئ دې لیکوال نه یوجهان مننه کووم چي داسې لیک یې کړئ صرف تا سو پورې دا پېغام زه عبدالرحمٰن خان

No comments:

Post a Comment

ده ژوندون ستړې ستومانه ورزې په پښتون خواه وطن

ژونــد او ســتړې ســــتومانې ورزې په پښتونخواه وطن خاوره ده غیره خلق ظلم او جبرانه تشدود په کور کلی کې دمذهب تګ لارې شریعت او ده قانون سازي ...